Banner
په اسلام اباد نړيوال پوهنتون کي کلتوري اونۍ او في البديه مشاعره
27.04.2011 09:05
د روان کال د اپريل دمياشتې په نولسمه نيټه د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د بیلا بیلو اسلامي هيوادونو د خپل کولتور ننداره وړاندې کوله، دنړيوال پوهنتون د افغانانو د اتحاديې يا ټولنې مشر ښاغلي منګل راته څو ورځې وړاندې زنګ ووهلو، چې بايد په ټاکلې نيټه ارو مرو ورشم همداسې  مو وکړل له  پيښور نه زه او  ګران ملګری عمادالدين دوران دواړه ورغلو.
عجبه داده، چې په دې کولتوري نندارتون کې چې د نړۍ د بېلابېلو اسلامي هيوادونو محصلينو ګډون پکې کړی و،  لکه سوډان، تايي لينډ، پاکستان،انډونيزيا، افغانستان، سعودي عرب، مصر، ايران، چين او نور د هر هيواد وګړو کوښښ کولو، چې خپل کولتو، عنعنات، دود دوستور، جامه، پيزار او نور خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي او د ښې کارکردګي په پای کې لومړۍ ډالۍ تر لاسه کړي. له ښه مرغه چې سږکال هم افغانانو ته دنورو تيرو ډيرو کلونو په څير دا وياړ په برخه شو، بايد ووايم چې په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د افغانانو  يوه خپلواکه اتحاديه ده، چې کال په کال نوې ټاکنې کيږي او د هغې له مخې پکې نوی رييس ټاکل کيږي،  سږ دا دا وياړ د  ښاغلي ګل الرحمان منګل په رياست کې تر لاسه شو، مونږ چې ولیدل ټولو افغان زدکړيالو په ډيرې مينې سره دا زيار او ستړې ګاللې چې د نورو کلونو په څير سږکال هم دا نندارتون دوی په لومړي مقام سره وګټي او همداسې وشول، د سعودي او افغانستان سفيرانو په ډير دقت سره له نندارتون نه ليدنه وکړه، افغانانو انديښنه ښوده چې د سعودي سفير خپله پله کې کاڼي زيات ونکړي او د دوی حق تلفي ونکړي، خو ښه وه هغه د چا خبره حق په حقدارو سپارل شوی و.
د ټولنې ملګرو مونږ ميلمانه ښه ونازولو، ښې چکرې يې په اسلام اباد کې راکړې، فيصل جومات ته يي بوتلو، د دامن کوه په نوم يوه غره ته يي د سيل لپاره وخيژولو، ښې ميلمستیاوې راته وکړې، ماسخوتن مي مشاعره هم  وکړه. په دريمه ورځ زه او ګران دوران ترې بيرته پيښور ته راستانه شوو، په لاره کې دوران صاحب وويل چې راځه في البديه مشاعر ه کوو، ما هم ورسره ومنله، په موټر کې مو دا  يو څو مات ګوډ شعرونه سره وليکل، له تاسو سره يي هم شريکوم:
چې دې نه وينم ارمانه زوروره
زندګي شي راته ګرانه زوروره                           دوران
ته  د خپل حسن له زوره  څه خبر يې
زورور يې له پاچا نه زوروره                        حيران
د جهان د زورورو پروا نه کړم
زه ډاريږمه له  تانه زوروره                       دوران
زړه دې حق و، زړه مې خپله درته  درکړو
نور نو څه غواړې له مانه زوروره                     حيران
ښه ده ما او تا په خوله سره وران نه شوو
ښه ده خلاص شوو له ګناه  نه زوروره                   دوران
په  خالي کتو مي مرګ نه شم بښلی
ګناه کيږي له انسانه زوروره                             حيران
يو د سترګو په کونجو کې راکتل و
نور مې څه غوښتي له تانه زوروره                          دوران
د مظلوم اوښکې شيبې د باران نه دي
کاڼي اوري له آسمانه زوروره                               حيران
د کینې دولت مو نشته دی غريب يو
محبت لرو پريمانه زوروره                                 دوران
تغزل دې له غزل څخه وريږي
بس منمه  دې حيرانه زوروره                           حيران
ستا د سر خيرونه  غواړو، مونږ  نيولې
لپې ډکې له دعانه زوروره                               دوران
په اوبو کې توره وګوره کږه وي
ظلم ښه نه دی ناځوانه زوروره                        حيران
ما او تا خو د يوه  وجود حصې يو
مرور يې له خپل ځانه زوروره                         دوران
د ليمو غمزې دې ولې پاتې راغلې
ستمونه دي پريمانه زوروره                            حيران
هسې نه چې لاره ورکه کړې حيران شې
مخکې مه ځه له کاروانه زوروره                        دوران
ته پيدا نه وې په روح دې زه مين وم
ان لا ډير وړاندې له ځانه زوروره                        حيران
بې تصميمه سترګې ستا خواته دراوړي
بې قصوره يم  جانانه زوروره                            دوران
د بوډۍ په ټال کې دواړه سره زانګو
وروستو راشه له بارانه زوروره                         حيران
غزالان  درته حيرت وهلي ګوري
څه  بلا کوې دورانه زوروره                            دوران
زنکدن دی په رضا مې  خولګۍ واخله
نه چې لاړ شې بې ايمانه زوروره                 حيران
اوس مې حق کيږي چې سپينه خولګۍ راکړې
درته  راغلم له پکتيا نه زوروره.                              حيران
کامل 28.04.2011 21:55
ګوره حيران صيب خپله مشاعره دی ياده کړې وزمونږ مشاعره چی دشپی مو اوکړه دهغې دی هيڅ ذکر ندی کړی.
هو ولا هغه مشاعره هم د يادولو وړ وه خو ټولې خاطرې يادول يو لوی راپورتاژ ته اړتيا  درلوده. بس خو ښه شوه تا يې يادونه وکړه هههههههه
حبیب زی 27.04.2011 12:03
د سلامونو ډالۍ درواخلۍ!
دواړو ډیر ښایسته بیتونه ویلی دی، ریښتیا چی زمونږ ذوقونه مو پری خړوب کړل، ژبی مو تاندی او قلمونه مو بهاندغواړم.
هسی یوه ټوکه کوم اجازه ده؟!........... ښه،،،،،،، مننه:
یره پدی شاعرانو نن سبا څه چل شویدی ، بس چی موټر ته وخیژی نو د فی البدیهه شاعرۍ پیریان پری کښینی! آبله ورځ جلال امرخیل او ملګری یی له هالیند نه راتلل نو هغوی هم فی البدیهه مشاعره کړی وه،دالله بنده ګانو د سفر دعاګانی او اذکار ولی نه لولۍ! هسی نه څوک درته ووایی چی ستاسو له هغی فکري شاعرۍ نه تر پوزی رارسیدلی وو چی اوس مو لا فی البدیهه پیل کړه!
او بله دا چی په غزل کی خو خپل صفت پخپله مه کوۍ کنه، پریدۍ چی مونږه مووستایو!!
هسی که ددواړو مشاعرو پرتله وکړم نو دجلال د هغی په نسبت دا شعر ښکلی وو او وجه یی داده چی ددی غزل شاعران دوه او د هغی له پینځو هم ډیر وو چی هغه د ډیرو قصابانو او یوی غوا چاره پری شوی وه.
بیا هم ډیره مننه، ښایسته غزل مو پنځولی دی، هیله ده چی په تبصره مو خاطر دروند نشی!
په درنښت
کلوله پښته کابل
حبيب زی صاحب مينه او سلامونه
ولا ګرانه منم درسره، په ما هم داسې څه چل شوی  دی، هغه  د چا خبره چې الهامي شيان نه رانه کښل کيږي. تل چې له  ملګرو سره په نيټ يا همداسې مخ شم، نو شيطان مي الهام ته شيطاني وکړي. ولا زه  خو وايم چې د سړي زور هم په داسې وخت کې معلوميږي، چې څومره په اوبو کې  دی، په هر صورت له نظر او تبصرې نه مو مننه.
حيران، پيښور
محمدآصف"بهرامزوی" 27.04.2011 11:07
حیران صاحب دمیبی دک سلامونه درته دالی کوم هیله ده چه په تن به روغ رمټ وی
الله (ج)دی درته زرگونه کاله عمردرکری ډیرشکلی غزل مولیکلی دیردقدروړدی
خودغه یوبیت ئی زمادیرپه زره ولگیدو چه وائی.
مننه ګرانه  دا ستاسې حسن نظر دی، خوشاله   اوسې
ټولې تبصرې
ستاسو تبصره
لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.